د نړۍ مسلمانان دې په خپلو کې یووالی وساتي

د نړۍ مسلمانان دې په خپلو کې یووالی وساتي اسلام او کلتور
د اسلاةمي یووالي کنفرانس کې د هېواد د حج او اوقافو وزارت استازي وینا

د ارشاد حج او اوقافو وزارت د دیني ځایونو او عرفان چارو تنظیم معین شیخ عزیزالرحمن منصور تهران کې د اسلامي یووالي ۳۸م کنفرانس کې د نړۍ مسلمانانو ترمنځ پر یووالي ساتلو ټینګار کړی دی.

ښاغلي منصور دې کنفرانس کې په خپلو خبرو کې ویلي، د نړۍ مسلمانان د یووالي په ټینګښت کې کولی شي مشترکات او نږدې اړیکې ولري او له خپل کلتور څخه ساتنه وکړي.

نوموړي وروستیو درېیو کلونو کې د امنیت ټینګښت او سترو پروژو پیل په برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو په اړه هم معلومات ورکړي.

د یادولو ده، چې د دې کنفرانس موخه د مسلمانانو ترمنځ پیوستون رامنځته کول او د اسلامي یووالي ترلاسه کولو لپاره د عملي لار چارو ته د لاسرسي موندل دي.

تړلي موضوعات