نن د زمري ۲۸ مه له انګریزي ښکیلاک د خپلواکۍ اخېستلو ۱۰۵ مه کالیزه ده

نن د زمري ۲۸ مه له انګریزي ښکیلاک د خپلواکۍ اخېستلو  ۱۰۵ مه کالیزه ده افغانستان
افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ کلیزه

افغانستان په ۱۹۱۹ کال د اګست په ۱۹ مه له انګریزي ښکېلاک خپلواکي تر لاسه کړه.

افغان مجاهدینو خپله خپلواکي له بریټانیايي امپراطورۍ سره د درېیو لویو جګړو وروسته ترلاسه کړه.

نن د اسد ۲۸ مه له  انګریزي ښکېلاک د خپلواکۍ ګټلو په مناسبت په ټول هېواد کې رسمي رخصتي اعلان شوې ده.

افغانستان د نړۍ له لویو زبرځواکونو سره د ټکر بېلا بېل پړاوونه وهلي او د سختو سرښندنو او قربانیو وروسته یې اشغالګر په ډېرې رسوایۍ له خپل قلمرو تېښتې ته اړ کړي دي.

له انګریز وروسته پخواني شوروي او بیا په ۲۰۰۱ کال کې امریکا او ناټو هم پر افغانستان یرغل راوړ خو د افغانانو سرښندنو او کلک مقاومت دوی اړ کړل چې خپلې ماتې لښکرې په ټیټ سره له افغانستان وباسي.

تړلي موضوعات