۴۴ افغان کډوال د پاکستان سند ایالت له زندان څخه ازاد شول

۴۴ افغان کډوال د پاکستان سند ایالت له زندان څخه ازاد شول افغانستان
د پاکستان له یوه زندان څخه ازد شوي افغان کډوال

د پاکستان کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت ډپیلوماټېکې استازولۍ خبر ورکړی، چې د دوی په هڅو ۴۴ افغان کډوال، چې د پاکستان حکومت له لوري نیول شوي وو بېرته ازاد او د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شول.

کراچۍ ښار کې د افغانستان سرقونسل د معلوماتو له مخې را خلاص شویو کسانو کې ۲۱تنه زده کوونکي دي، چې د پاکستاني حکومت له لوري نیول شوي وو.

کراچۍ کې د اسلامي امارت سرقونسل عبدالجبار تخاري یوه غږیز کليپ کې ویلي، دغه کډوال د قانوني اسنادو د نه درلودو له کبله نیول شوي وو، چې د حبس مودې تر پای ته رسېدو وروسته هم په بندخونه کې ساتل کېدل.

نوموړي د پاکستان حکومت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو له نیولو دې لاس واخلي او زندانیان دې ژر تر ژره ازاد او افغانستان ته واستوي.

تړلي موضوعات