پوهنې وزارت ۸زره خالي بستونه اعلان ته وسپارل

پوهنې وزارت ۸زره خالي بستونه اعلان ته وسپارل افغانستان
د پوهنې وزارت کیفیت تضمین مرستیال مولوي عبدالخالق صادق

د پوهنې وزارت ولس ته د خدمت په موخه ۸زره خالي بستونه اعلان ته وسپارل او د ازموینې واک یې د ازموینو ملي اداره ته ورکړ.

د یاد وزارت د کیفیت تضمین مرستیال مولوي عبدالخالق صادق په همدې موخه مراسمو ته ویلي، د یادو بستونو د استخدام په بشپړېدو سره به ښوونځیو کې د موجودې تدریسي او اداري ستونزې هم حل شي.

ښاغلي صادق د ازموینو ملي ادارې څخه غوښتنه کړې، چې په پوره روڼتیا او ریښتنولي سره یادو بستونو ته ازموینه واخلي، څو وړ او مستحق کسان پر دندو وګمارل شي.

تړلي موضوعات