د پنجشېر ولایت لار د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه

د پنجشېر ولایت لار د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه افغانستان
د پنجشېر ولایت عمومي لار

د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ وایي، د دې ولایت عمومي لاره چې د سېلابونو له کبله پرې تګ راتګ ټکنی شوی و، د امنیتي ځواکونو له لوري د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه. 

د سیمې او سېدونکي وایي، پولیسو پر وخت سیمې ته ځان رسولی او لاره یې د موټرو پر مخ په چټکۍ سره بیرته خلاصه کړه. 

د یادونې ده، چې د پنجشېر ولایت عمومي لار وخت ناوخت د سېلابونو د راوتلو له کبله د تګ راتګ پر مخ تړل کیږي، چې د سیمه ییزو چارواکو له لوري بیرته د تګ راتګ پر مخ خلاصه شي.

تړلي موضوعات