د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵.۸ میلیونه اټکل شوی

د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵.۸ میلیونه اټکل شوی افغانستان
د کابل ښار د یوې برخې انځور

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح غونډه کې ویلي، تېرکال د هېواد په کچه د وګړو سرشمېرنه شوې، چې په ترڅ کې یې د افغاستان د وګړو شمېر ۳۵.۸ میلیونه اټکل شوی، چې ۱۸.۲ میلیونه نارینه او ۱۷.۵ میلیونه یې ښځې دي.

د دغې ادارې رئیس ډاکتر فقیرمحمد زیار ویلي، د دې شمېرنې له مخې ۹.۲ میلیونه وګړي په ښارونو او ۲۵میلیونه نور یې په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي.

ښاغلي زیار ویلي، د کره او دقیقو شمېرو موندلو په منظور د وروستي یوه کال پر مهال په بېلابېلو برخو کې ګڼې سروې ګانې تر سره او پایلې یې له اړوندو ادارو سره شریکې شوې دي.

وړاندې تر دې داسې اټکل کېده چې ګنې افغانستان کم او زیات څلوېښت میلیونه نفوس لري.

تړلي موضوعات