ترکي علماوو د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلې دي
کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ترکیې هېواد علماوو راغلي پلاوي سره کتلي او هغوی ته یې ویلي، چې ستاسو راتګ سره به د ترکیې او افغانستان د حکومتونو او ولسونو ترمنځ اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.
کورنیو چارو وزارت وايي، چې دې کتنه کې د یادو علماوو پلاوي مشر شیخ ابراهیم سردار وویل، چې ترکیه افغانستان سره اوږدې تاریخي اړیکې او بې شمېره ګډ ارزښتونه لري. نوموړي د آزادۍ ترلاسه کولو په موخه، مبارزه کې د افغانانو قربانۍ ستایلې او د اسلامي امارت د چارو او لاسته راوڼو ستاینه یې کړې ده.
خلیفه سراج الدین حقاني افغانستان کې د جوماتونو، مدرسو او ښوونځیو جوړولو او دغه راز په ستونزمنو وختونو کې له افغانانو سره د همکارۍ له امله د ترکیې له حکومت، په ځانګړې توګه د دغه هېواد له علماوو مننه کړې.
یاد وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې ښاغلي وزیر همدا راز هېواد ته د علماوو راتګ او د هغوی نېکې مشورې د اسلامي امارت د پیاوړتیا په موخه ارزښتناکې و بللې او زیاته یې کړه، چې موږ تاسو د شریعت په مراندو سره تړلي یوو او د دین او ورورګلوۍ په تار سره وصل یوو.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې افغانستان ته د اسلامي نړۍ د علماوو سازمان لوړ رتبه پلاوی هم راغلی و، چې د اسلامي امارت ګڼو مسؤلینو سره یې لیدنې کتنې درلودې.