تېر کال د افغانستان د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلی
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې وویل، د افغانستان د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې له دې ډلې یې ۱.۸ میلیارده ډالر صادرات او څه د پاسه ۸ میلیارده یې واردات دي.
د دې وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې وروستي یوه کال کې روسیې ته د افغانستان د صادراتو کچه ۵۴، ترکیې ته ۵۳، ایران ته ۱۹، چین ته ۱۶ او قزاقستان ته ۲.۵ سلنه زیاته شوې ده.
عبدالسلام جواد ویلي، دې موده کې ۲۳ زره جوازونه تجدید، تمدید او اصلاح شوي او د ځان بیساینې کچه له ۴۸ قلمو څخه ۱۳۳هغو ته لوړه شوې.
د صنعتي پارکونو پراختیا او د نویو صنعتي پارکونو جوړول، د ځانګړو اقتصادي زونونو رامنځته کول، د کورنیو تولیداتو معیاري کول، پر وارداتي توکو د کیفي معیاراتو وضعه کول او له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له راتلونکو پلانونو یاد شول.