هرات کې د شمس کولا او جهان پاور فابریکې پرانېستل شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي هرات ولایت ته د خپل سفر په درېیمه ورځ د ۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د شمس کولا او جهان پاور فابریکو پرانېسته کړې ده.
یاد وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې شمس کولا د غیر الکولي مشروباتو تولید فابریکه ده چې د ۸ میلونه ډالرو په پانګونې سره ۲۴ ساعتونو کې له ۲۵ زرو تر ۳۰ زرو بستو د تولید وړتیا لري، چې ۲۰۰ تنو ته په مستقیم او ۵۰۰ تنو ته يې په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
همدا راز د جهان پاور پروسس او بسته بندۍ شرکت بیا د ۳ میلیونو ډالرو په پانګونې سره ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲۰ ټنه انجن غوړيو د تولید وړتیا لري.
سرچینه زیاتوي چې ښاغلي عزیزي د صنعتکارانو د ملاتړ او تشویق په موخه هرات کې د افغاني المونیمې توکو او دمرمر ډبرو شرکتونو له مسؤلینو هم سره کتلي.
نوموړي په دې لیدنه کې د صنعتکارانو غوښتنې له نږدې اورېدلې او له مسؤلینو یې غوښتي چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه ورسره شریکې کړي، تر څو ورته د حل لارې پیدا کړو.