د اغا جان بند د جوړولو چارې به ژر پیل شي

د اغا جان بند د جوړولو چارې به ژر پیل شي بیارغونه او پراختیا
د اروزګان ولایت د اغاجان بند

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د روزګان ولایت اغاجان بند د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دی او د مطالعاتو او امکان سنجۍ لپاره یې بودیجه منظوره شوې.

د اوبو او انرژۍ وزیر د روزګان ولایت له مرستیال والي ملا باري ګل سره کتنه کې ویلي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې سره سم د دې پروژې د پلي کولو لپاره کلک هوډ لري او له همدې کبله هڅه کوي، چې چارې یې ژر پیل کړي.

د اغاجان بند د روزګان ولایت په سطحه یو له لویو بندونو څخه دی، چې په جوړولو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه او خلکو ته به د برېښنا اسانتیاوې برابرې شي.

دغه بند د روزګان په چنارتو ولسوالۍ کې موقعیت لري او د جوړولو چارې یې په ۱۳۹۵ کال کې پیل شوې، خو بشپړې نه شوې.

د اروزګان ولایت اوسېدونکي وایي، د دغه بند په جوړېدو به یې کرنیز سکتور کې د پام وړ بدلون راشي.

تړلي موضوعات