خبريالان دې د ټولني اصلاح لپاره هڅې وکړي
د کندهار والي: خبريالان دې د ټولني اصلاح لپاره هڅې وکړي
د کندهار والي حاجي شیرین اخند او یو شمېر نورو ولایتي مسؤلینو د سیمهييزو او نړېوالو رسنیو له استازو او خبریالانو سره په کتنه کې ویلي، خبریالان دې د ټولنې اصلاح برخه کې هڅې وکړي.
دغه لیدنه چې تېره ورځ د کندهار ولایت مقام کې ترسره شوې، ښاغلي والي په کې له ټولو خبریالانو مننه کړې، چي دیني او ملي ارزښتونو ته اهمیت ورکوي او د نظام د اصولو مطابق مخته ځي.
نوموړي همداراز له ټولو خبریالانو غوښتي، چې د ټولني د اصلاح لپاره کوښښ وکړي او مثبتو کړنو او لاسته راوړنو ته ښه انعکاس ورکړي.
د نوموړي په خبره، چې رسنۍ باید داسې څه خپاره کړي، چې د هېواد، ولس او نظام ګټي په کې نغښتې وي.
له بل لوري خبريالانو هم خپلې غوښتې او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړي تر څو معلوماتو ته لاس رسی نور هم اسانه شي.