د حیرتان – مزارشریف مسیر بیارغونې قرار داد وغځول شو

د حیرتان – مزارشریف مسیر بیارغونې قرار داد وغځول شو بیارغونه او پراختیا
د حیرتان - مزار شریف اوسنې پټلۍ

د ټولګو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت او ازبکستان اوسپنې پټلۍ ترمنځ د حیرتان – مزارشریف ښار مسیر ترمیماتي چارو تړون د شپږ میاشتو لپاره وغځېد.

که څه هم د یاد مسیر قرارداد ټاکلې موده پای ته رسېدلې، خو د ځینو سټېشنونو د ترمیماتي چارو د نه بشپړېډو له کبله دغه قرار داد بیاځلې تمدید شو.

دغه قرار داد د غځېدو هوکړه ازبکستان ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ مرستیال د سفر په ترڅ کې د دې هېواد اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس سره کتنه کې شوې وه.

د ټولګو وزارت د ریل لارې معینیت د معلوماتو له مخې د حیرتان – مزار شریف په مسیر کې د نايب اباد سټېشن چارې بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې دې سره به ریلي انتقالات او سوداګریز توکي د مزار شریف تر ښار پورې رسیږي.

د دغه قرار داد د غځېدو پر مهال د ازبکستان پلاوي ویلي، په پام کې لري، چې د ازبکستان او متحده عربي اماراتو ګډ تخنیکي ټيمونه په نږدې راتلونکي کې د افغان – ټرانس ریلي پروژې لومړنۍ تخنیکي سروې چارې پیل کړي.

تړلي موضوعات