اسلامي امارت نیمه پای لوبې ته د ملي ټیم په رسېدو لوبغاړو او هېوادوالو ته مبارکي ورکړه.

اسلامي امارت نیمه پای لوبې ته د ملي ټیم په رسېدو لوبغاړو او هېوادوالو ته مبارکي ورکړه. سپورت
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د کرکټ ملي لوبغاړو او هېوادوالو ته د دوو لوبو د بریاوو د مبارکي پيغام

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ملي لوبډلې له کپتان راشد خان سره په ټلیفوني خبرو کې وویل، کرکټ ملي لوبډلې په نړېوالو ډګرونو کې د افغانانو شمله هسکه کړې ده.

ښاغلي متقي د اسټرالیا او بنګله دیش پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې بریا لوی زیری او خوشحالي وبلله او له ملي ټیم یې وغوښتل، چې راتلونکو لوبې په پوره دقت او احتیاط تر سره کړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ورزش پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، دا ورزش ده، چې ځوانان له غلطو فکرونو، اختلافاتو او نشو راګرځوي.

د کرکټ شل اوریزو لوبو کپتان راشد خان بیا د اسلامي امارت د ملاتړ قدردانی وکړ او زیاته یې کړه، دوی راتلونکو لوبو لپاره بشپړ چمتووالی لري او هڅه کوي، چې د هېواد نوم نور هم وځلوي.



تړلي موضوعات