د کابل ښار د پراختیایي چارو دوام؛ د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې پیل شوي

د کابل ښار د پراختیایي چارو دوام؛ د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې پیل شوي بیارغونه او پراختیا
د کابل ښاروالۍ رغنیزو چارو دوام

د کابل ښاروالۍ له لوري د دارالامان قصر له سیمې څخه پیل تر فیصل ښارګوټي پورې د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې پیل شوي دي.

کابل ښاروالۍ زیاته کړې، چې له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د ګل باغ سړک دا چارې د درې کیلو متره او ۱۷۶ مترو په اوږدوالي او د ۳۳ متره سور په لرلو سره تر سره کیږي.

د کابل ښاروالۍ د پلان او پروژو مسوولینو ویلي، چې په دې سړک کې پلچکونه، ګلدانونه، پلچکونه، د پیاده تګ لارې او بایسکلو لاینونه او د سړکونو څراغونه شامل دي، چې د یوه کال په موده کې به یې په معیاري توګه چارې بشپړې شي.

د ګل باغ دا سړک، چې د کابل لوېديځ له سوېل سره نښلوي، د کابل ښار يو له مهمو او حياتي سړکونو څخه دى، چې په جوړېدو سره به يې د کابل ښار اقتصادي ودې او معياري پراختيا ته زمينه برابره شي.

تړلي موضوعات