افغان لوبډله سبا د اسټرالیا پر وړاندې لوبه کوي

افغان لوبډله سبا د اسټرالیا پر وړاندې لوبه کوي سپورت
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د استرالیا لوبغاړي وانر سره

د کرېکټ د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام سیالیو پر دوام کې افغان کرېکټ ملي لوبډله د اته غوره لوبډلو پړاو کې په خپله دویمه لوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

ټاکل شوې دغه لوبه سبا یکشنبه د افغانستان په وخت د سهار په پنځو بجو پیل شي.

د یادونې ده، چې افغان کرکټ لوبډلې له دې وړاندې په اتو غوره لوبډلو کې د هند په وړاندې د ۴۷ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوې.

د یادونې ده، چې افغان لوبډله به په دریمه لوبه کې د روانې جون میاشتې په ۲۵مه له بنګلادیش سره مخ شي.

تړلي موضوعات