هېواد کې د اوبو مدیریت هڅې؛ زابل کې د اوبو یو ذخیروي بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

هېواد کې د اوبو مدیریت هڅې؛ زابل کې د اوبو یو ذخیروي بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو بیارغونه او پراختیا
د اوبو کوچنی ذخیروي بند

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې په زابل ولایت کې د نېږدې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو کوچنی ذخیروي بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

وزارت ویلي، دغه بند، چې ۱۷.۶ متره اوږدوالي او ۳متره لوړوالې لري د ۱۶۷۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه بند پر مټ به د ځمکې لاندې اوبو زېرمې پیاوړې، د سېلابونو اوبه مهار او کرنیزې ځمکې هم خړوبې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال په زابل کې د تورې پر بند کار هم دوام لري او په نېږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تړلي موضوعات