نږدې راتلونکې کې به د خواف-هرات له مسیر انتقالات پیل شي

نږدې راتلونکې کې به د خواف-هرات له مسیر انتقالات پیل شي سوداګرۍ او اقتصاد
نږدې راتلونکې کې به د خواف-هرات له مسیر انتقالات پیل شي

د هرات اوسپنې پټلۍ رئیس: نږدې راتلونکې کې به د خواف-هرات له مسیر انتقالات پیل شي

 د هرات د اوسپنې پټلۍ رئيس مفتي محمدنسیم محمدي د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له مسیر څخه د سوداګریزو مالونو انتقالاتو د پيل په تړاو د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له تجارانو سره ناسته کړې.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وایي:دغه ناسته چې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې په انګړ کې ترسره شوه پکې د یاد ولایت د اوسپنې پټلۍ رئیس مفتي محمد نسيم محمدي ويلي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د سوداګرو لپاره هر ډول اسانتیاوو چمتو کولو ته ژمنه ده.

محمدي د لوېديځ زون سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې نږدې کې به د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ له مسیر څخه د تجارتي مالونو انتقالات پیل شي.

بل لوري ته د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیالان وایي،چې غواړي د بار وړونکو موټرو د لېږد لپاره له بندرعباس څخه روزنک سټیشن ته لار هواره کړي.

تړلي موضوعات