کابل کې د ترکیې په مرسته هوايي پلونه جوړیږي

کابل کې د ترکیې په مرسته هوايي پلونه جوړیږي بیارغونه او پراختیا
د کابل ښارواکیې ټېکا موسې له مشر سره کتلي

کابل کې د هوايي پلونو د جوړولو او ډېزاین دا ژمنه د ترکیې ټېکا موسسې رییس فاضل اکین اردوغان د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید سره لېدنه کې کړې ده.

د کابل ښاروالۍ له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، فاضل اکین اردوغان همداراز د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو ظرفیت لوړونې او ښاري اسانتیاوو برابرولو برخو کې له کابل ښاروالۍ سره د مرستې ټټر وهلی دی.

د کابل ښاروالۍ مسئولین وایي، دې کتنه کې دواړو لوریو د ښاري وضعیت ښه والي، د پراختیايي پلانونو پلي کولو او د تجربو پر تبادله خبرې کړې دي 

کابل چې شاوخوا ۷میلیونه نفوس لري د هوایي پلونو جوړول به یې د ګڼې ګوڼې په راکمولو کې مرسته وکړي.

تړلي موضوعات