د حج او اوقافو وزیر سعودي عربستان ته ورسېد
د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب د روان کال د حج پروسې د څارنې او ارزونې او د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو کنفرانس کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته ورسېد.
د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو کنفرانس په مکې مکرمې ښار کې جوړېږي، خو کره نېټه یې تر اوسه نه ده اعلان شوې.
سعودي عرستان ته د حج او اوقافو وزیر د سفر موخه د مکې مکرمې او مدینې منورې کې د افغان حاجیانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره د حج کاري کمېټو د فعالیتونو څارنه او اروزنه ده.