افغانستان نړیوال جام په بریا پیل کړ

افغانستان نړیوال جام په بریا پیل کړ سپورت
افغان لوبغاړي له بریا وروسته خوشحالي کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام لومړۍ لوبه ۱۲۵ منډو په توپیر له یوګاندا وګټله.

د شل اوریز نړیوال جام چې د شل لوبډلو ترمنځ پیل شوی، افغانستان پکې خپله لومړۍ لوبه له یوګاندا سره تر سره کړه

دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه تر سره کړه چې پکې ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ او رحمان الله ګربز ۷۶ لوړو منډو په تر سره کولو سره یوګاندا ته ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.

یوګاندا د یاد هدف په تعقیب یوازې ۵۸ منډې تر سره کړې او لوبه یې د ۱۲۵ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله 

دغې لوبه کې تر ټولو بهترینه توپ اچونه فضل حق فارقي تر سره کړه چې د مقابلې لوبډلې ۵ مهم لوبغاړي یې له مخې پورته کړل.

تړلي موضوعات