رئال مادرید د ۱۵م ځل لپاره د اروپا فوټبال لیګ اتلولي وګټله

رئال مادرید د ۱۵م ځل لپاره د اروپا فوټبال لیګ اتلولي وګټله سپورت
رئال مادرید لوبډله اروپا فوټبال اتلانو لیګ تر ګټلو وروسته خوشحالي کوي

د رئال مادرید لوبډلې د المان ډورتموند لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۱۵م ځل لپاره د اروپا فوټبال اتلانو لیګ سیالیو اتلولي ترلاسه کړه.

د مادرید لوبډلې د دني کارواخال او ویني سیوس په ګول وهلو سره د المان ډورتموند لوبډلې ته د ۲-۰ ګولونو پایلې سره ماتې ورکړه.

د لندن ومبلي سټډیوم کې د کارلو انچلوتي شاګردان بریالي شول، چې د ۱۵م ځل لپاره د اروپا د معتبره لیګ اتلولي وګټي او د دې جام د زیات ګټونکي ریکاډ نور هم پیاوړی کړي.

تړلي موضوعات