افغان کرېکټ ملي لوبډله د سکاټلنډ پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي

افغان کرېکټ ملي لوبډله د سکاټلنډ پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي سپورت
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د دمې پر مهال

افغان لوبډله د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه خپله دویمه تمریناتي سیالۍ کې د سکاټلند پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن ماښام ۷ بجې پیلیږي.

وړمه ورځ د افغان لوبډلې لومړۍ تمریناتي سیالۍ له عمان لوبډلې سره د اورښت له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.

ټاکل شوې د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام به د جون میاشتې په دویمه نېټه د امریکا او ویسټ انډیز په کوربتوب د شل لوبډلو په ګډون پیل شي.

د افغانستان لوبډله دغو سیالیو کې په سي ګروپ کې له نیوزیلنډ، ویسټ انډیز، یوګاندا او پي این جي لوبډلو سره مخ شي، چې د افغانستان لوبډلې ټولې سیالۍ به په ویسټ انډیز کې ترسره شي.

تړلي موضوعات