د هرات – خواف رېل پټلۍ وروستۍ برخې د جوړولو چارې پیل شوې

د هرات – خواف رېل پټلۍ وروستۍ برخې د جوړولو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د هرات- خواف رېل پتلۍ

له هراته ځینې سرچینې خبر ورکوي، چې د خواف – هرات رېل پټلۍ څلورمې برخې دوهم فاز د جوړولو چارې، چې ۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري د ۵۳ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوې.

د خواف – هرات رېل پټلۍ چې افغانستان له ایران سره نښلوي د هېواد ټرانزیټي برخه کې یوه حیاتي پروژه شمېرل کېږي، چې د جوړولو چارې یې ګاما سهامي شرکت، دوه نور ترکي او روسي شرکتونه مخ ته وړي.

ورته مهال د دې پروژې وروستۍ برخه د هرات د زنده جان ولسوالۍ اړوند رباط پریان له سیمې پیل او د هرات نړیوال هوایي ډګر او صنعتي ښارګوټي کې پای ته رسېږي.

باید وویل شي، چې د خواف – هرات رېل پټلۍ پروژه له ستراتیژیک اړخه د افغانستان لپاره له ځانګړي ارزښته برخمنه ده. دغه پروژه به د افغانستان د سوداګرۍ کچې پر لوړېدو سربېره هرکال اروپا ته د چینایي توکو د صادراتو له درکه افغانستان ته د پام وړ عواید ولري.

تړلي موضوعات