د پکتیکا خاورین بند د جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا خاورین بند د جوړولو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د رغونې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، پکتیکا ولایت کې د څه د پاسه ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه خاورین بند د جوړولو چارې پیل شوې.

د پکتیکا والي دغه پروژه د دې ولایت اوسېدونکو لپاره مهمه او حیاتي بللې چې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت د ګومل سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې جوړېږي.

دغه بند د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي ۵۶ مترو سور او ۱۰ مترو په لوړوالي سره جوړېږي، چې د رغونې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

دغه بند ۱۰۰ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، چې دځمکې لاندې اوبو ذخیرې پیاوړتیا، د سېلابونو اوبو ذخیره او کنټرول او کرنیزو ځمکو خړوبولو کې به مهم او ګټور تمام شي.

تړلي موضوعات