د اسراییلو جنګ شورا کې اختلافونه اخري اوج ته رسیدلي دي

د اسراییلو جنګ شورا کې اختلافونه اخري اوج ته رسیدلي دي نړۍ
غزه باید په بشپړ ډول د اسراییلو تر ولکې لاندې وې

د اسراییلو د جنګ کابېنې غړي بني ګانټر ګواښ کړی، که د غزې په اړه دده جوړه شوې طرحه ونه منل شي نو تر راتلونکو دریو اونیو به له حکومت خپله لار جلا کړي.

ګانتر یو له هغو توندلارو نظامي یهودانو دی چې د غزې امنیتي واک د تر لاسه کولو سربیره د حماس ډلې په له منځه وړلو ټېنګار لري.

د ګانټر په طرحه کې راغلي، د اسراییلو ټول برمته کسان باید ازاد شي د اسراییلو پر ضد جنګېدونکي حماس ډله له منځه ولاړه شي ، غزه باید په بشپړ ډول د اسراییلو  تر ولکې لاندې وې.

ګانټر په یوه ټلویزیونې وینا کې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته ګواښ کړی که د غزې په اړه دده جوړه شوې طرحه د راتلونکې جون تر اتمې نېټې ونه منل شي نو له حکومت به لار بېله کړي.

د نوموړي په طرحه کې د غزې لپاره د داسې یوې ملکي ادارې د جوړولو وړاندیز شوي چې چارې یې د امریکا، اروپا، عربانو او فلسطینیانو له لوري اداره شي.

دغه توندلاري یهودي خپله طرحه کې د غزې د راتلونکې لپاره دداسې بدیل بنسټ جوړولو غوښتنه کړې چې حماس یا محمود عباس یې برخه نه وي.

تړلي موضوعات