منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ پراختیا لپاره د ا.ا هڅې
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د کازان ناستې څنډه کې د قرغیزستان سوداګرۍ وزارت مرستیال ماکیشوف چنګیز سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
دواړو لوریو د صادراتو او وارداتو د بېلانس پر لوړولو، د دوه اړخېزو تجارتي اړېکو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي.
د یادونې ده، چې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تاتارستان په کوربتوب د کازان ناستې څنډه کې د یو شمېر نورو ګډون کوونکو هېوادونو له مسئولینو سره هم د افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او ودې خبرې اترې کړې دي.