اذربایجان د لاجوردو لار د بیرته فعالولو لپاره چمتووالی اعلان کړ

اذربایجان د لاجوردو لار د بیرته فعالولو لپاره چمتووالی اعلان کړ سوداګرۍ او اقتصاد
د لاجوردو تاریخي لار

د اذربایجان لومړي وزیر مرستیال تېره ورځ د ترمذ نړېوال سوداګریز مرکز د پرانېستي مراسمو څنډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند سره کتنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان او سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بیرته فعاله کړي.

د لاجوردو تاریخي لار افغانستان له اذربایجان، ګرجستان، ترکیې او اروپايي هېوادونو سره وصلوي.

د اذربایجان لومړي وزیر مرستیال ویلي، افغانستان سره سوداګرۍ برخه کې د خپلو صادراتو او وارداتو کچې لوړولو ترڅنګ افغانستان کې د صنعتي فابریکو جوړولو کې هم پانګونه کوي.

بلخوا دې کتنه کې اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر ویلي، اسلامي امارت افغانستان کې د اذربایجان هېواد پانګونې بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

ملا برادر د اذربایجان له حکومت او خصوصي سکټور څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصت استفاده وکړي.

تړلي موضوعات