کابل او عشق‌اباد ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکارۍ پراخوي

کابل او عشق‌اباد ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکارۍ پراخوي سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت

دغه څرګندونې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا حمیدالله اخندزاده کابل کې د ترکمنستان سفیر سره کتنه کې کړې دي.

ټرانسپورټ وزارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو ټرانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا، د کابل او عشق‌اباد ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد ډېروالي او افغان موټر چلوونکو ته د وېزو ورکړې پر اسانتیاوو خبرې کړې دي.

د ټرانسپورټ وزیر ویلي، افغانستان کې د کابل او عشق‌اباد ترمنځ اړیکو لا پراختیا زمینه برابره شوې ده.

بل‌خوا د ترکمستان سفیر هم ویلي، هېواد یې افغانستان سره بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول ټرانسپورټ کې د همکارۍ لا پیاوړتیا غوښتونکی دی.

ترکمنستان، چې د افغانستان له نږدې ګاونډیو هېوادونو دی او دواړه هېوادونه بېلابېلو برخو کې یو بل سره ګڼ مشترکات لري، د اسلامي امارت په راتګ سره یې ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، ټرانسپورټي او نورو برخو کې اړیکې پراخي شوې دي. 

تړلي موضوعات