د ایران مذهبي مشر امریکا ته؛ سوله او جګړه په ایران نه شي تحمیلېدای
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، سوله او جګړه په ایران نه شي تحمیلېدای.
خامنه ای ویلي، د ایران بې قیده او شرطه تسلمېدو په اړه د ټرمپ غوښتنه احمقانه او په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده.
نوموړي دغه څرګندونې د یوې ټلوېزیوني وینا پر مهال کړې دي.
خامنهاي په امریکا غږ کړی، د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه کې دې له ښکېلېدو ډډه وکړي کنې سخت زیان به وویني.
هغه روانه جګړه کې اسرائیلو ته د ایران له لوري اوښتي زیانونو ته په اشارې ویلي، امریکایان او نور هغه کسان چې د ایران له سیاست باخبره دي، پوهیږي چې پر ایران خاوره د واشنګټن له لوري بریدونه ترسره کول به سل سلنه د امریکا په زیان تمام شي.