ا.ا.ا د ایراني حجاجو د خوندي لېږد په برخه کې ایران ته د همکارۍ ډاډ ورکړی

ا.ا.ا د ایراني حجاجو د خوندي لېږد په برخه کې ایران ته د همکارۍ ډاډ ورکړی سیمه

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د خپل ایراني سیال ډاکټر سید عباس عراقچي سره ټلیفوني خبرو کې د افغانستان له لارې سعودي عربستان کې د پاتې ايراني حجاجو د خوندي لېږد په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دې ټلیفوني خبرو کې د ايران د بهرنيو چارو وزير د افغانستان له لارې د ایراني حجاجو د انتقال په اړه د اسلامي امارت له ډاډ ورکولو څخه خوښي ښودلې ده.
یاد وزارت زیاتوي، چې دې خبرو کې ډاکټر سيد عباس عراقچي افغانستان د یوه ملاتړي او خواخوږي هېواد په توګه د ایران یو ښه ګاونډی هېواد یاد کړ.

یاده دې وي، چې افغان وزیر ایراني وزیر ته د دې ډاډ ورکولو ترڅنګ پر ایران د اسرائیلي رژیم بریدونه غندلي دي او هغه یې د نړېوالو قوانینو خلاف بللي دي.

تړلي موضوعات