د ریاست الوزراء اداري مرستیال په رسمي سفر چین ته ولاړ

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په رسمي سفر چین ته ولاړ افغانستان
اداري مرستیال په هوايي ډګر کې

د ارګ له لوري خپرې شوې خبر پاڼې له مخې، د ا.ا.ا ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چین - جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ.

 خبر پاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی، چې د چین په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شو، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم وردګ یې ملتیا کوي. 

 په ورته مهال کابل کې د چین سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ ښو اړیکو ته په اشارې ویلي، چې چینایي شرکتونه افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي او د مس عینک پروژې استخراج به ډېر ژر پیل شي.

 ټاکل شوې، چې ښاغلی حنفي به د سفر پر مهال د چین- جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون او وینا ترڅنګ له یو شمېر چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.

تړلي موضوعات