پر اسرائـ. یلو د ایران د بریدونو لسمه څپه پیل شوه
د ایران فارس خبري اژانس خبر ورکړی، چې پر اسرائیلي ښارونو ( اشغالي فلسطین) د ایران د توغندیزو بریدونو لسمه څپه پیل شوې
ده.
فارس اژانس د دې ویډيو په خپرولو سره ویلي، چې دې بریدونو کې د اسرائیلو پوځي هوايي اډې په نښه شوې دي؛ هغه چې د جنګي الوتکو د الوتنو اصلي سرچینې دي.
بلخوا د ایران تسنیم اژانس د دې بریدونو خبر خپرولو سره ویلي، چې دا بریدونه د ایران سپاه پاسداران هوايي ځواک له لوري د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پر مټ پیل شوي دي.
یاده دې وي، چې پر ایران د اسرائیلي بریدونو راهیسې دا د ایران د توغندیزو بریدونو لسمه څپه ده، چې اسرائیلو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي او مهم پوځي، استخباراتي او اټومي اهداف یې په نښه کړي.