ملي تدارکاتو کمېسیون ناسته کې په مهمو پروژو بحث شوی

ملي تدارکاتو کمېسیون ناسته کې په مهمو پروژو بحث شوی افغانستان
د ملي تدارکاتو نووبتي ناسته ترسره شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون ناسته کې پر ۲۹ مهمو پروژو بحث او خبرې شوې.

اقتصادي معاونیت ویلي، د یادو پروژو له ډلې ۲۴ تعدیل، دوه منظورې او دوه نورې یې لغوه شوې.

یادو تعدیل او منظور شویو پروژو کې د کندهار نړېوال هوایي ډګر د جولیت رمپ جوړول، حیرتان – مزار شریف اوسپنې پټلۍ غیر ریلي تاسیساتو بیارغونه، د کونړ – نورستان لارې اول او دویم لاټ جوړول، هلمند ناوې ولسوالۍ کې د شامالان کانال بیارغونه، هېواد ګمرکونو کې د امنیتي کمرو لګول او یو شمېر ولایتونو لپاره د برېښنایي وسایلو پېرل شامل دي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، یادې ټولې پروژې د اسلامي امارت له بودیجې تمویلېږي.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره ګڼ شمېر مهمې اقتصادي پروژې د اسلامي امارت له لوري پلي شوې چې هېوادوال یې وروستیو څو لسیزو کې بې سارې بولي.

تړلي موضوعات