ناروې روان میلادي کال افغانستان سره ۸۰ میلیونه ډالر مرسته کوي
د افغانستان لپاره د ناروې سفارت شارژدافیر د هېواد اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف سره کتنه کې د اقتصادي همکاريو ښه والي او بشري مرستو پر دوام خبرې اتر ې کړې.
د ناروې شارژدافیر پیرالبرت الساس ویلي، ناروې روان میلادي کال افغانستان سره ۸۰ میلیونه ډالر بشري مرستې کوي.
بلخوا د اقتصاد وزیر د افغانستان شتمنیو کنګل کول افغانستان کې د بېکارۍ کچې لوړېدو لامل بولي.
نوموړي د افغانستان ارزي ذخیرو ازادولو او بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې.
نوموړي همداراز له نړېوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان سره دې د خپلو مرستو زیاته برخه پراختیايي، د کډوالو ستونزو ته رسېدلو، اقلیمي بدلون اغېزو او طبیعي پېښو برخو ته ځانګړې کړي.