د غزې بشري مرستو مرکزونو کې شاوخوا ۳۵۰۰ کسان په نښه شوي

د غزې بشري مرستو مرکزونو کې شاوخوا ۳۵۰۰ کسان په نښه شوي نړۍ
د غزې بشري مرکزونو کې په جنایتونو خاورې اړول شوې

تېري درې اونۍ غزه کې پر هغو کسانو چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره اړوندو مرکزونو ته ورغلي له ډلې یې ۳۳۹۷ کسان په نښه شوي.

د غزې روغتیاپالانو تازه رویټرز خبري اژانس ته تایید کړې، تر پرون سه شنبې پورې د وږو فلسطینیانو د شهیدانو شمېر ۳۹۷ ته لوړ شوی او له ۳ زره زیات نور ټپیان دي.

خو د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل سره سم غزه هم د نړېوالو له پامه غورځېدلې د غزې اوسېدونکو ویلي،  دلته هره ورځ مرګونې ده، خو نړېوالو خپل پام د ایران او اسرائیلو جګړې ته اړولی.

عام فلسطینیانو ویلي، که څه هم د اسرائیلو په بمباریو کې کوم چا ژوند نه ده بایللی، خو له لوږي د ځان ژغورنې لپاره د مرستو مرکزونو کې په بې رحمانه ډول په نښه کیږي.

تر دې وړاندې غزه کې د حماس جهادي غورځنګ چارواکو ویلي و، اسرائیلي ځواکونه د مرستو مرکزونه د دام په توګه کار وي او وږي فلسطینیان په نښه کوي.

تړلي موضوعات