ایران د امریکا پر پوځي اډو برید ته چمتووالی نیسي
نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د باوري سرچینو په حواله راپور کې ویلي، ایران په سیمه کې د امریکا په پوځي اډو برید ته چمتووالی نیسي.
ایران پر امریکايي پوځي اډو داسې مهال برید ته چمتووالی نیسي، چې تر دې وړاندې امریکايي سرچینو سیمې ته د جنګي الوتکو د استولو خبر ورکړی و.
ورځپاڼې راپور کې زیاته کړې، چې امریکايي قوماندانانو د پراخې جګړې پېښېدو وېرې له امله سیمې هېوادونو کې خپل پوځیانو ته د تیارسۍ امر کړی دی.
الجزیرې ټلوېزیون په تازه راپور کې له اسرائیلو د پټو سرچینو له قوله ویلي، ممکن نن شپه امریکا پر ایران بریدونو کې له اسرائیلو سره ونډه واخلي.
تر دې وړاندې ایراني چارواکو څو ځلې خبرداری ورکړی و، چې د واشنګټن له لوري دوی ته د ګواښ پېښېدو په صورت کې به یې پوځی اډې په نښه کړي.
د ایران او اسرائیلو جګړې ډګر ته د امریکا بډې وهلو خبر داسې مهال ورکول کیږي، چې واشنګټن د یوې ارزونې له مخې راپور کې ویلي، چې اسرائیل د امریکا له ملاتړ پرته یوازې د ۱۲ ورځو لپاره د توغندیو مقاومت کولای شي.