د ایران پوځ لوی درستیز: ډېر ژر به د اسرائيلو پر وړاندې یرغلیز عملیات پیل کړي

د ایران پوځ لوی درستیز: ډېر ژر به د اسرائيلو پر وړاندې یرغلیز عملیات پیل کړي سیمه
د ایران او اسرئیلو جګړه اوومې ورځې ته وغځېده

د ایران وسله‌وال پوځ لوی درستیز اشغالګر رژیم ته خبرداری ورکړی، چې ډېر ژر به خپل غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي.

د دغه هېواد لوی درستیز په یوه ویډیویې وینا کې ویلي، تر اوسه یې د اسرائیلو پر وړاندې له ځان دفاع کړې او ژر به یرغلیز عملیات پیل کړي.

نوموړي په خپله وینا کې د اشغالي سیمو په ځانګړي ډول تل ابیب او حیفا اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د ځان ساتنې په موخه دغه سیمې پرېږدي او ځانونه دې د نتنیاهو د حیواني کړنو نه قرباني کوي.

نوموړي د خپلو شهیدانو وینو د بدل پر اخیستو ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه اوومې ورځې ته وغځېده، چې تر دې مهاله دواړو لوریو پر یوبل پراخ توغندیز بریدونه کړي دي.

تړلي موضوعات