برېتانوي ډیپلوماټانو تل ابیب پرېښی

برېتانوي ډیپلوماټانو تل ابیب پرېښی نړۍ

د اسرائیلو ۱۲ چېنل خبر ورکړی، چې د برېتانیا سفارت ټول کارکوونکي له اسرائیلو (اشغالي فلسطین) څخه وتلي دي.

یاد ۱۲ چېنل د برېتانوي چارواکو له قوله ویلي، چې یاد ډیپلوماټان او د دوی د کورنیو ټول غړي تېره ورځ له اسرائیلو راوتلي دي.

بلخوا د ایران تسنیم خبري اژانس د دې خبر په خپرولو سره ویلي، چې د برېتانیا سفارت کارکوونکو او د دوی کورنیو غړو د ایران د بریدونو له وېرې تل ابیب پرېښی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د ایران او اسرائیلو بریدونه پر یو بل دوام لري، چې دواړه لوري یو بل ته د درنو زیانونو او مرګ ژوبلې اوښتلو ادعاوې کوي.

تړلي موضوعات