د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ازبکستان ولسمشر سره کتلي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ازبکستان ولسمشر سره کتلي سوداګرۍ او اقتصاد
د ازبکستان ولسمشر سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر کتنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تاشکند پانګونې نړېوال کنفرانس څنډه کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف سره کتلي.

یاد وزارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، اقتصاد، ټرانسپورټ، لوجیستیک، برېښنا، کرنې او کانونو کیندنې برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

دغه کتنه داسې مهال ترسره کیږي، چې ازبکستان ولسمشر د یاد کنفرانس د پرانېستي مراسمو کې د افغانستان اقتصادي وده د ټولې سیمې د ودې کیلي وبلله او اسلامي امارت سره یې پر تعامل یې ټینګار کړی.

تړلي موضوعات