کندهار کې د عسل یا شاتو تولیدات ۴۰ سلنه زیات شوي دي

کندهار کې د عسل یا شاتو تولیدات ۴۰ سلنه زیات شوي دي سوداګرۍ او اقتصاد
کندهار کې د شاتو تولیدات زیات شوي

د کندهار ولایت د کرنې ریاست مسئولین وایي، د دوی له لوري راټولې شوې شمېرې ښيي، چې دې ولایت کې د عسلو په تولیداتو کې ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کندهار کرنې ریاست د رسنیو مسئول محمد حنیف حقمل رسنیو ته ویلي، چې دا مهال د دې ولایت په دامان، ژړۍ، پنجوایي او ارغنداب ولسوالیو کې د شاتو مچیو له ۷۵ تر ۱۰۰فارمونو پوري شته.

ښاغلي حقمل د عسلو د تولید زیاتېدو لامل د شاتو مچیو د فارمونو زیاتېدل او د ریحان کښت بولي.

نوموړي همداراز ویلي، ممکن روان کال د کندهار د شاتو فارمونو کې د ۸۰ زره کیلو په شاوخوا کې عسل تولید شي.

تړلي موضوعات