ازبکستان منځنۍ اسیا ته د افغانستان تازه مېوو ټرانزیټ ته زمینه برابروي

ازبکستان منځنۍ اسیا ته د افغانستان تازه مېوو ټرانزیټ ته زمینه برابروي سوداګرۍ او اقتصاد
د ازبکستان لومړي وزیر د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال سره کتلي

د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اُف د ترمذ نړېوال سوداګریز مرکز مراسمو څنډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند سره کتلي.

دې کتنه کې عبدالله عارف اُف ویلي، افغانستان د ازبیکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او په همدې موخه تاشکند چمتو دی، چې له کابل سره د خپلو سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخولو په موخه له خپلې خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د صادراتو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي. 

ښاغلي عارف آُف زیاته کړې، ازبیکستان له حیرتان څخه تر هرات پورې د اوسپنې پټلۍ شبکې د غځولو لپاره خپل تخنیکي ټیمونه معرفي کړي او چمتو دي، چې په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د دغه پروژې د پيل او همدا راز د ګازو د استخراج په موخه افغانستان ته راشي. 

نوموړي له اسلامي امارت سره د امو سیند څنډو لپاره د استنادي دېوالو جوړولو په برخه کې د ګډ کار کولو ژمنه هم ورکړې.

بلخوا دې کتنه کې ملاعبدالغني برادر ویلي، اسلامي امارت د ټولو هغو چارو د عملي پيل لپاره چمتو دی چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا نږدې او پياوړي کولو کې رغنده رول لوبوي.

تړلي موضوعات