د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ مهم تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ مهم تړونونه لاسلیک شول سوداګرۍ او اقتصاد
د کانونو او پټرولیم وزیر ترکمنستاني پلاوي سره

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د کانونو وزیر ملا هدایت الله بدري په مشرۍ ترکمنستان ته تللي پلاوي د ترکمن چارواکو سره د ټاپي او ټاپ پروژو د تطبیق د تورغونډۍ - او هرات د رېل کرښې د لومړي فاز د رغونې او تورغونډۍ بندر د پراختیا او د نوري فایبر پروژو د چارو د چټکتیا او په دې برخه کې د شویو پرمختګونه په اړه هر اړخیز بحثونه کړي. 

دې کتنو کې د ټاپي پروژې برخه کې وروستي پرمختګونه مثبت ارزول شوي او په راتلونکو څو ورځو کې د یادې پروژې د هرات برخې د پرانېستې لپاره پر چمتووالي خبرې شوې دي. 

ترکمنستان ته تللي افغان پلاوي همداراز د افغانستان په خاوره کې د ټاپې پروژې د عملي چارو د پیل تړون، د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي (ټاپ) پروژې د تطبیق هوکړه لیک او د هرات-سنوبر د اوسپنې پټلۍ د عملي پلان او د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د ترمینل د پراختیا هوکړه لیک لاسلیک شول.

تړلي موضوعات