د جون میاشتې له لومړۍ نېټې د حیرتان بندر خدمتونه ۲۴ساعته کېږي

د جون میاشتې له لومړۍ نېټې د حیرتان بندر خدمتونه ۲۴ساعته کېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان د ټرانزیټي توکو په برخه کې ۴۰ میلیونه ډالره تخفیف په پام کې نیولی دی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکوي، چې د دې وزارت وزیر نورالدین عزیزي له ازبکستاني پلاوي سره په کتنه کې د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې کنفرانس، د محصولاتي نندارتونونو او د دوه اړخیزو سوداګریزو ناستو او په تاشکند ښار کې د افغانستان د تولیداتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

یاد وزارت ویلي، په دې کتنه کې د حیرتان بندر ۲۴ ساعته خدمتونو په اړه هوکړه شوې او ټاکل شوې د جون د میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته شپه او ورځ د سوداګرو لپاره پکې خدمات وړاندې شي.

ښاغلي عزیزي همدا راز ویلي، افغانستان له ازبکستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته چمتو دی، چې د دواړو هېوادونو د مشابه تولیداتو په پام کې نیولو سره په مرکزي او جنوبي اسیا او نورو هېوادونو کې د نویو بازارونو موندنې لپاره ګډې هڅې وکړي.

بلخوا د ازبکستان پلاوي په دې کتنه کې ویلي، هېواد یې په ۲۰۲۴ کال کې د ښې همکارۍ له مخې د ازبکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټي توکو په برخه کې ۴۰ میلیونه ډالره تخفیف په پام کې نیولی دی.

تړلي موضوعات