د سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنې ملي مرکز ولاړې چارې بیا پیل شوې

د سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنې ملي مرکز ولاړې چارې بیا پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د دې ملي مرکز د چارو د بیا پیل تصویر

لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی، چې ددې وزارت د ۴۲۹ میلیونه افغانیو بودیجې په لګښت د کابل په علي اباد تدریسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو د ۲۵۰ بستریز ملي مرکز د جوړېدو چارې د دې وزارت په بودیجه بیا پیل شوې دي.

د دې وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي وايي، چې د یاد ملي مرکز په جوړېدو سره به له هېواده بهر د یادې ناروغۍ د درملنې په برخه کې د هېوادوالو د لګښتونو د مخنیوي تر څنګ نورو هېوادونو ته د زرګونو سرطاني ناروغیو لرونکو هېواد والو د تګ مخه ونیول شي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړې، چې اوس مهال د علي آباد په تدریسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې ۱۴ متخصصین شتون لري، چې ځوانو ډاکترانو ته د تدریس تر څنګ د سرطاني ناروغیو لرونکو ناروغانو د تداوۍ په برخه کې هم خدمت کوي.
د دې وزارت د معلوماتو پر اساس د سرطاني ناروغیو د درملنې د یاد ملي مرکز د جوړېدو چارې په ۲۰۰۷ م کال کې د اټومي انرژۍ د نړېوالې ادارې په مالي مرسته پیل شوې وې، چې وروسته یې د ځینو ستونزو او بودیجې نشتون له امله چارې نیمګړې پاتې شوې وې.

تړلي موضوعات