له اوربند پرته به غزه کې برمته شوي اسرائیلي بندیان ازاد نشي

له اوربند پرته به غزه کې برمته شوي اسرائیلي بندیان ازاد نشي نړۍ
دواړه لوري باید یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره سیاسي زړورتیا وښیي

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیوګوتریش تازه په یو بیان کې ویلي که اسرائیل او حماس غورځنګ د اوربند په تړاو روانو هڅو کې یوې هوکړې ته د رسېدو سیاسي جرات ونه کړي غزه کې روان سیاسي او بشري ناورین به یوه ستراتیژیکه تېروتنه وي.

د جرمني ( ډي پي ای ) خبري اژانس د ګوتریش له قوله ویلي، له اوربند پرته به غزه کې برمته شوي اسرائیلي بندیان ازاد نشي او دواړه لوري باید یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره سیاسي زړورتیا وښیي.

ګوتریش دغه څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د حماس یوه جګپوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي و، د دوی یو جګپوړی پلاوی به د اوربند د خبرو لپاره قاهرې ته ولاړ شي.

د حماس غورځنګ دې غړي خبرداری ورکړی که اسراییل اوربند ته غاړه کېنږدي دا به د صهیونیستي رژیم لپاره وروستی چانس وي، چې خپل برمته شوي بنديان ازاد کړي.

تړلي موضوعات