حماس غورځنګ د اوربند لپاره د قطر او مصر وړاندېز شوې طرحه منلې

حماس غورځنګ د اوربند لپاره د قطر او مصر وړاندېز شوې طرحه منلې نړۍ
د اسرائیلو صهیونیستي رژيم بیا له دغې طرحې سره مخالفت کړی

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې حماس جهادي غورځنګ په غزې تړانګه کې د اوربند لپاره د قطر او مصر له لوري وړاندېز شوې طرحې سره توافق کړی دی.

رویټرز اژانس راپور ورکوي، چې په دې طرحه کې د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ ډز بندي، له غزې د اسرائیلي ځواکونو شاتګ، خپلو مېنو ته د بې ځایه شویو فلسطینیانو ستنېدل او د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو تبادله شامل دي، چې د حماس غورځنګ له لوري منل شوې.

په ورته مهال د العربیه د خبر له مخې د اسرائیلو صهیونیستي رژيم بیا له دغې طرحې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې په دې طرحې سره یې غوښتنې نشي پوره کیدلی.

بل خوا بیا عامو اسراییلیانو د یادې طرحې پر ملاتړ لاریون کړی او له صهیونیست حکومت څخه یې غوښتي، چې دغه هوکړه لاسلیک کړي.

په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اومې راهیسي د اشغالګرو له لوري په روانو بریدونو کې شاخوا ۳۵زره فلسطینیان شهیدان شوي او شاو خوا ۷۸ زره نور ټپیان دي، چې لویه برخه یې ښځي او ماشومان جوړوي.

تړلي موضوعات