پر اسرائیلو د بندیزونو او اسلامي امارت سره په تعامل ټینګار شوی
د اسلامي همکاریو سازمان سرمشریزې په ۱۵مه غونډه کې د دې سازمان ۵۷ ګډونوالو هېوادونو په اسرائیلو د پراخو بندیزونو غوښتنه کړې.
په دې غونډه کې د اسلامي همکاریو سازمان په بیانیه کې پر اسرائیلو د ډيپلوماټیکو، سیاسي، او حقوقي فشارونو واردولو سربېره پر نړیواله کچه د اقتصادي، ورزشي، او فرهنګي بندیزونو لګولو په غوښتنه ټینګار شوی دی.
په بیانیه کې همداراز د اسرائیلو د مجازات او له دې هېواد سره د اړیکو د پای ته رسولو ترڅنګ له قید او شرط پرته په غزه کې د اوربند او د اړینو بشري مرستو د رسولو غوښتنه هم شوې ده.
د یاد سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طاها ویلي، دغه سازمان له اسلامي امارت سره د بشردوستانه چلند او رغنده خبرو اترو په چوکاټ کې تعامل ته دوام ورکوي.
طاها د یاد سازمان له غړو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان لپاره له خپلو بشردوستانه هڅو ملاتړ وکړي.
د یادونې ده، چې اسلامي همکاریو سازمان ۱۵ سرمشریزه د ګامبیا په پلازمېنه بانجول کې جوړه شوې وه.