اسراییلي اشغالګرو بیت المقدس کې د الجزیرې ټلوېزیون پر دفتر حمله کړې
رویټرز خبري اژانس د یو شمېر اسراییلي رسنیو له قوله خبر ورکړی، چې تېر ماښام د صهیونیستي رژیم ځواکونو په بیت المقدس کې د الجزیرې ټلوېزیون پر دفتر حمله کړې او د دغې ادارې ټول وسایل یې ضبط کړي دي .
د راپور پر اساس له دې مخکې د اسرائیلو پارلمان د هغو بهرنیو رسنیو د لنډمهاله تړل کېدو پرېکړه کړې وه، چې په وینا یې د تل ابیب ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.
اسراییلي چارواکو الجزیره ټلوېزوني شبکه تورنه کړې، چې د حماس مجاهدینو په ګټه یو اړخیزه پروګرامونه خپروي.
بل خوا بیا الجزیرې د دغه هېواد له لوري لګېدلي تورونه رد کړي او د صهیونیستي رژیم له لوري یې په دفتر برید غندلی او زیاتوي، چې دوی به په غزه کې د اشغالګر رژیم د بشریت ضد کړنې برملا کوي.
که څه هم د اسراییلو او حماس مجاهدینو ترمنځ د اوربند پر سر خبرې روانې دي، خو لا هم صهیونیستي رژیم په غزه کې د ځمکې او هوا له لارې پر مظلومو فلسطینیانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.
په ورته مهال حماس مجاهدینو د اسرائیلو د دې بریدونو په ځواب کې تېر ماښام د غزې سرحدي دروازې ته څېرمه د اسراییلي پوځ پر یوه پوځي اډه توغندي ویشتلي، چې په ترڅ کې درې اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.