د ګمبیري بند جوړولو پروژه مو له لومړیتوبونو څخه ده

د ګمبیري بند جوړولو پروژه مو له لومړیتوبونو څخه ده بیارغونه او پراختیا
ډېر ژر به یې له دوو ودانیزو شرکتونو سره د جوړولو تړون لاسلیک شي

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ګمبیري د اوبو او برېښنا بند د لیدنې پرمهال ویلي، د دغه بند د اوبو مدیریت د برېښنا د تولید په برخه کې مهم دی او جوړول یې د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.

ملاعبداللطیف منصور ویلي، د ګمبیري بند د ډیزاین چارې پشپړې شوې او د ودانیزو چارو لپاره چمتو دی، ډېر ژر به یې له دوو ودانیزو شرکتونو سره د جوړولو تړون لاسلیک شي.

د یادونې ده، چې د ګمبیري بند د ۴۵ میګا واټه برېښنا د تولید او د ۳۲ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري، چې څه د پاسه ۳۰۰ زره کسان به ترې برخمن شي.

تړلي موضوعات