تر راتلونکو ورځو به د لته بند له لارې د کابل – سروبي سړک پاتې چارې پیل شي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ټولګټو د وزیر ملا محمد عیسی ثاني او د کابل د والي ملا امین الله عبید په ملتیا د کابل – سروبي له لته بند سړک څخه لیدنه کړې.
ملا عبدالغني برادر له دې سړک څخه د لیدنې پرمهال ویلي، د ټولګټو وزارت پلان لري چې تر راتلونکو څو ورځو د لته بند له لارې د کابل – سروبي پاتې چارې پیل کړي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د دې سړک د رغولو چارې به یې په ټاکلې موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ننګرهار ته د سفر پر مهال د یاد سړک د جوړولو ژمنه وکړه، ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې به یې عملي چارې پیل شي.